اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) د خزانې وزير اسد عمر وئيلي دي د آئي اې?? اېف په حقله امريكائي بيان د وخت نه وړاندې او د حقائقو په ضد دے۔ د اېن اېف سي مسئله به حل كړو۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غ??نډ?? كښې ده ووئيل د آئی اې?? اېف پروګرام په اړه د امريكائي چارواكو بيان د وخت نه وړاندې دې۔ آئي اې?? اېف ته د تللو يا نه تللو پرېكړه مو لا نه ده كړې ۔ كه په دې اړه پرېكړه وكړو نو دا به كومه په وړومبي ځل نه وي۔ ده ووئېل زمونږ زياترې قرضې د چين نه نه دې اخستې شوې له دې كبله د امريكا بيان د حقائقو په ضد دے۔ ده ووئېل د اېن اېف سي په اړه چې شېري رحمان كومه خبره كړې هغه سمه ده?? د دوو كالو نه دا ځنډ سره مخ ده?? فنانس ??ېك??ر ته هدايت شوې چې زر تر زره د اېن اېف سي په معامله پېشرفت وكړي۔ مونږ به د ايوان باور ترلاسه كولو سره پرېكړې كوو۔ ده ووئېل پارلما?? سره به مشاورت كوؤ او دې څخه به لارښوونه اخلؤ