اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د پار??ما??ي چارو سلاكار ډاكټر بابر اعوان د خپل صوابديدي اختياراتو ختمولو اعلان كولو سره وئيلي دي چې كفايت شعاري به زمونږ د حكومت مركزي شعار وي٬ هيله ده چې د پار??ما??ي چارو د وزار?? ټوله عمله به د بدلېدونكي پاكستان د تقاضو له مخې د خپل ??ان جوړولو هڅه وكړي۔ د ګل په ورځ د پار??ما??ي چارو د وزارت ذمه وارې پغاړه د اخستلو نه پس د وزارت عملې سره په خبرو كښې ده ووئيل چې الله تعالٰي ده ته يو ځل ??يا اووه كاله پس د اولس د خدمت كولو موقع وركړې٬ اوس يو بدل شوے دور دے۔ هيله لرم چې ما سره كومه ډله وي هغه به د دې دور د تقاضو له مخې د خپل ??ان جوړولو هڅه وكړي۔ ده ووئيل چې بهتره به دا وي چې مونږ خپل ??ان بدل كړو۔ ده اعلان وكړو چې د پار??ما??ي چارو په وزارت كښې زه خپل صوابديدي اختيارات ختموم او په دې لړ كښې به ډېر زر نوټېفيكېشن جاري كړے شي۔ ده ووئيل چې مونږ كفايت شعاري كول غواړو او په دې لړ كښې د ډاكټر عشرت حسېن په مشرې كښې ټاسك فورس جوړ كړے شوے۔ ده ووئيل چې د دعا وكړي چې الله مونږ ته په نېكو جذبو او مقاصدو كښې كاميابي رانصيب كړي۔ ده د وزارت عملې ته هداي?? وكړو چې كفايت شعاري خپل شعار جوړ كړي او د برېښنا بچت لپاره د ائير كنډيشن چلولو د وخت پرېكړه دې وكړي٬ هم دا خبره د پاكستان ستر قاضي هم كړې۔ مونږ غواړو چې دلته كومه برېښنا بچت شي٬ هغه د اولس په كار راشي۔ د دې څخه وړاندې د پار??ما??ي چارو وزارت ته په رسېدو د پار??ما??ي چارو سېكتر طاهر رضا نقوي او د وزارت نورو افسرانو او عملې د وزيراعظم د پار??ما??ي چارو د سلاكار ډاكټر بابر اعوان هركلې وكړو۔ د پار??ما??ي چارو سېكتر د پار??ما??ي چارو سلاكار ته د وزارت د كاكردګۍ په اړه بريفنګ وركړو