اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) داطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيربېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي چې پاكستان به پھ خپلو داخلي معاملو او په خاص توګه په معاشي پالېسۍ كښې بل چا ته د مداخلې اجازه ورنه كړي٬سارك هېوادونه د سيمه ايزې مرستې د لارې پھ منطقه كښې پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كولې شي٬د مساوات نشت والې٬زياتېدونكې آبادۍ٬توان او د اوبو بحران لوې چېلنجونه دي كومو لپاره چې په بېړنۍ توګه د كار كولو ضرورت دې٬پاكستان يو مستحكم افغانستان ليدل غواړي٬د دې لپاره به خپل مثبت كردار ترسره كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله قربانۍ وركولو سره كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬په ??وله نړۍ كښې بل كوم هېواد د ترهه ګرۍ په ضد دومره قربانۍ نه دي وركړې۔ده د ګل په ??رځ دا خبرې د سيمه ايزې ستراتېژۍ او يو والي په اړه جوړ شوي سېمينار ته د وېنا كولو په ??هال وكړې۔په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ٬د آئي آر اېس مشره ډاكټر رخسانه قمر هم موجود وه۔د اطلاعاتو وفاقي وزير وو??يل چې د پاكستان تر ټولو زياته مضبوطيا د پاكستان د سيمه ايز پوزيشن له امله ده٬مونږ په ??وله نړۍ كښې اهميت لرو۔ده وو??يل چې پاكستان د خارجه پالېسۍ په ??ېدان كښې د قائداعظم په اصولو عمل كوي۔قائداعظم وئېلي وو چې زمونږ مقصد امن دے٬مونږ پھ عزت سره اوسېدل غواړو او خپلو ګاونډي هېوادونو او نړۍ سره د همغږۍ او دوستۍ اړيكې جوړول غواړو٬مونږ د چا په ضد جارخانه ډيزائن نه لرو٬مونږ د ملګرو ملتونو چارټر سره يو او په ??ړۍ كښې په امن او خوشحالۍ كښې شراكتدار يو