اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د ا??لاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وز??ر بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي په پاكستان كښې مېډيا مكمل آزادي لري٬ځكه چې د جمهوريت استحكام لپاره د رائے د ا??هار آزادي ضروري ده٬د نګران حكومت مهمه ذ??ه واري پاكې٬سپيځلې٬آزادې٬بې پرې او په وخت ټول ټاكنې كول دي او دې لپاره پوخ عزم لري٬ټولو سياسي ګوندونو ته منشور وړاندې كولو لپاره رياستي مېډيا مساوي كورېج وركوي۔ده دا خبرې د بنګله دېشي مېډيا پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې چا چې د زيارت په ورځ وفاقي وزير سره ملاقات كولو۔وفاقي وزير ووئيل مېډيا د اولس د خوښۍ چارې په آزادۍ سره وړاندې كوي او په نتيجه كښې يې په اولس كښې شعور پیدا كېږي۔ده ووئيل د پيمرا خپلواكه ريګوليټري باډي جوړولو لپاره حكومت پيمرا آرډيننس كښې بدلون كړې۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان د بنګله دېش په پرمختګ فخر كوي۔ده ووئيل دواړو هېوادونو ته به د اولس خېرښېګړې او خوشحالۍ لپاره خپلو اړ??كو ته پراختيا وركولو ته پام كول وي۔د پلاوي مشر تشرف علي په پاكستان كښې د آزادۍ مېډيا ستائنه كولو سره ووئيل آزاده مېډيا د كومې ټولنې پرمختګ لپاره ډېره مه??ه وي٬په پاكستان او بنګله دېش كښې ډېر څيزونه يو ډول دي۔ده ووئيل د پاكستان اولس د بنګله دېش وروڼو سره ډېره مينه لري۔د ملاقات په مهال د پلاوي نور غړي او د ا??لاعات او خپرونو وزارت ايډېشنل ??ېكتر شفقت جليل او د وزارت نور چارواكي هم موجود وو۔)م ع/ض ض/وس/2128)